واشنګټن ( پژواک ١٤ مرغومى ٩١ ) : د امريکا دفاع وزارت وايي ، چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال الن راتلونکې مياشت دنده پرېږدي او جنرال جوزېف د هغه په ځاى دنده پيلوي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جيورج ليټل پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل ،چې که څه هم ده ته کره نېټه نه ده معلومه، خو زياته يې کړه، چې په راتلونکې فبرورۍ مياشت کې د جنرال الن د دندې موده پاى ته رسېږي.
دامريکا د بحري ځواکونو مرستيال قوماندان جنرال جوزېف د جنرال الن ځاى ناستى ټاکل شوى او د امريکا سنا دغه نوم منظور کړى هم دى.
نوموړي دا خبرې رد کړې، چې ګوندې جنرال الن د جنرال پيټرايس په قضيه کې ددخيلېدو له امله بدل شوى دى.
دوه مياشتې مخکې د امريکا داستخباراتو مشر او په افغانستان کې د ناټو پخوانى قوماندان جنرال پيټرايس له يوې ښځې سره د نامشروع اړيکو له امله استعفى ورکړې وه.
د يادونې ده، چې د ٢٠١٢ زېږديز کال په اکتوبر مياشت کې دناټو ددفاع وزيرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن په اروپا کې د ناټو سازمان دلوی قوماندان په توګه وټاکل شو.
د امريکا دبحري ځواکونو غړي جنرال جان الن په ۲۰۱۱ زيږديز کال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوی قوماندان په توګه په دنده پيل کړى وه.
د ناټو نوي قوماندان جنرال جوزېف له دې مخکې په عراق کې هم دنده ترسره کړې، هغه له ٢٠١٠ کال راهيسې د امريکا د بحري ځواکونو د مرستيال قوماندان په توګه دنده ترسره کوي .
په افغانستان کې د امريکا او ناټو د لوى قوماندان د بدلېدو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي، چې افغانستان يو مهم پړاو ته داخل شوى دى.
له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه په وروستي پړاو کې ده او ټاکل شوې ده، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې دا پروسه پاى ته ورسېږي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
دغه راز ويل کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او امريکا ترمنځ د نظامي تړون په اړه هم ددواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې پيل شي، په داسې حال کې، چې امريکا په افغانستان کې خپل سفير هم بدل کړى دى