محمودراقي (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): په کاپيسا کې شاوخوا دوه زره تنو د يو لاريون په ترڅ کې د دغه ولايت د والي او امنيه قوماندان له دندو څخه د ګوښه کېدو غوښته وکړه.
د کاپيسا د بېلابېلو سيمو يادو اوسېدونکو نن شاوخوا لس نيمې بجې د کاپيسا د مرکز محمودراقي اړوند د باباعلي په سيمه کې لاريون پيل کړ، چې تر غرمې وروسته نږدې يوه نيمه بجه د والي د دفتر مخې ته پاى ته ورسېد.
لاريون کوونکو د کاپيسا د والي او امنيه قوماندان پر ضد شعارونه ورکول.
په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي محمداقبال ساپي چې له لاريون کوونکو سره ملګرى و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې والي محراب الدين ساپى بې کفايته دى.
هغه وايي، چې د والي د بې کفايتۍ له امله په دغه ولايت کې د بيارغونې پروژې په ټپه درېدلې دي.
ده د بېلګې په توګه وويل، چې د پروان له جبل السراج ولسوالۍ څخه د کابل تر سروبي ولسوالۍ د هغه سړک چارې درېدلې، چې د کاپيسا په ولايت کې تېريږي.
دى وايي، چې د کاپيسا امنيه قوماندان پاسوال عبدالحميد ايرګن هم بايد له دندې ګوښه شي؛ ځکه چې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلى دى.
دغه راز د کاپيسا د ولايتي شورا مرستيال غلام محمد زمرى، چې هغه هم له لاريون کوونکو سره ملګرى و، وايي، چې خلکو د والي د بې عدالتيو له امله لاريون وکړ.
د ده په وينا، له يونيم کال راهيسې په دغه ولايت کې د بيارغونې پروژې کمې شوې او “کومې پروژې چې کار شوې هم دي، هغه د والي خپلو خپلوانو ته ورکړل شوې دي.”
دغه راز هغه وايي: “شاوخوا دوه، دوه نيم کاله کېږي چې دغه والي مقرر شوى، دروازه يې د خلکو پر مخ تړلې وي، اکثره وخت بهر په شوقي سفرونو ځي.”
زمرى وايي، لاريون کوونکيو ځکه دغه سوله ييز لاريون وکړ، تر څو ټول خلک او چارواکي خبر شي چې د کاپيسا خلک اوسنى والي او امنيه قوماندان نه غواړي.
ده د کاپيسا پر امنيه قوماندان تور پورې کړ چې د دغه ولايت د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلى دى.
هغه وايي: “زه د خلکو د استازي په حيث له امنيت څخه راضي نه يم.”
خو محراب الدين ساپى پر ده لګېدلي تورونه ردوي او وايي، چې شته امکاناتو ته په پام سره يې په دغه ولايت کې ډېر کارونه کړي دي.
والي وايي، چې ياد لاريون محمداقبال ساپي له ده سره د سياسي مخالفتونو له امله پر لاره اچولى او خلک يې لاريون ته هڅولي دي.
دى وايي، چې د کاپيسا عام ولس له ده سره ستونزه نه لري.
محراب الدين ساپي د روسانو پر وړاندې د جهاد په دوران کې د جمعيت اسلامي ګوند او محمداقبال ساپي د حزب اسلامي غړيتوب درلود.
د کاپيسا امنيه قوماندان عبدالحميد ايرګن هم وايي، چې ده خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې او پرې لګېدلي تورونه “شخصي نظرونه ” دي .
هغه هم وويل، چې عام ولس ورڅخه خوښ دي.