ژبه

ملا عبدالواسع: د افغانستان او قطر ترمنځ د همکاریو کچه باید لوړه شي

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزرا د مقام د دفتر عمومي رییس په کابل کې د قطر له سفیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د قطر له لوري پلې شوې پروژې ګټورې بللې او د دغو همکاریو د کچې لوړېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزرا د مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع په کابل کې د قطر له سفیر مردف بن علي القاشوطي سره ولیدل.

ملا عبدالواسع د افغانستان او قطر اړیکې مهمې بللې او زیاته کړې یې ده چې قطر په تېرو شلو کلونو کې د یوه ورور او مسلمان هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

نوموړي په افغانستان کې د قطر له لوري په بېلابېلو برخو کې پلې شوې پروژې ګټورې بللې او د دغو همکاریو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د متقابل احترام، د افغانستان د ملي ګټو او شرعي اصولو په چوکاټ کې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د مثبتو دوه‌اړخیزو اړیکو غوښتونکی دی او لکه څنګه چې په افغانستان کې د خلکو د امنیت، ثبات او هوساینې لپاره کار کوي، د نورو هېوادونو له امنیت او ثباته هم ملاتړ کوي.

بل‌خوا، په کابل کې د قطر سفیر د افغانستان او قطر اړیکې پیاوړې او تاریخي بللې او ویلي یې دي چې هڅه کوي د خپلې دندې پر مهال د دغو اړیکو کچه نوره هم لوړه کړي.

هغه په افغانستان کې د قطر د ترسره شوو او روانو پراختیايي پروژو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له رامنځته شوي امنیته په استفادې به نورو برخو ته هم خپلې همکارۍ وغځوي.