ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د ملابرادر په ګډون ټول طالب بندیان خوشې کوي

پاکستان د ملابرادر په ګډون ټول طالب بندیان خوشې کوي

author avatar
18 Jan 2013 - 20:29
پاکستان د ملابرادر په ګډون ټول طالب بندیان خوشې کوي
author avatar
18 Jan 2013 - 20:29

کابل ( پژواک ۲۹ مرغومی ۹۱ ) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ډیر ژر به ملا برادر په ګډون ټول طالب بندیان خوشې کړي.

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس جیلاني د مرغومي په ۲۹مه، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه : (( یو شمیر مو خوشې کړي دي او ډیر ژر به پاتې طالب بندیان هم خوشې کړو.))

نوموړي دطالبانو د مرستیال مشر ملابرادر دخوشې کیدو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه او نور تول خوشې کیږي.

د ټولو طالب بندیانو خوشې کولو په اړه  د  پاکستان دغه اعلان دافغانستان دسولې پروسه کې تر ټولو لوی پرمختګ دی.

دوه میاشتې مخکې دافغانستان دسولي دعالي شورا د پلاوي اسلام اباد ته دسفر پر مهال پاکستان د ۹ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان کړی و او تر دې مه پاکستان د ملا ترابي په ګډون ۲۶ طالب بندیان خوشې کړي دي.

که څه هم د افغانستان حکومت او دسولې عالي شورا د ملا برادر د خوشې کولو بار بار غوښتنې کړې وې، خو پاکستان مثبت ځواب نه و ورکړی.

د سیاسي چارو کارپوهه محمدحسن حقیار که څه هم د پاکستان پر دې اعلان خوښي څرګندوي او هرکلی یې کوي، خو زیاتوي چې پاکستان ددوی پر نیولو هم سوداګري کړې وه او اوس یې پر خوشې کولو هم تجارت کوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې پاکستان دا هر څه دامریکا په خوښه کوي، دامریکا په خوښه یې نیولي وو او اوس دامریکا په خوښه یې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره خوشې کوي.

د حقیار په وینا، امریکا نور دافغانستان جګړې ته ادامه نه شي ورکولی او اوس غواړي د پاکستان په مرسته  پیل شوې جګړه هم د پاکستان په مرسته پای ته ورسوي.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.