فیضاباد (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وایي، دا پېښه نن مازدیګر د فیضاباد–کشم پر لاره د یوه باروړونکي موټر او لېنډکروزر تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.