چاريکار (پژواک ٤ سلواغه ٩١): د پروان امنيه قوماندانۍ هغه پنځه سيمه ييز پوليس نيولي، چې د سياه ګرد په بازار کې پر يادو پوليسو تر بريد وروسته يې يو شمېر کسان وډبول او له امله يې بازار وتړل شو.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ نن پژواک خبري اژانس ته وويل، د سلواغې په دويمه د سياه ګرد ولسوالۍ په بازار کې پر سيمه ييزو پوليسو وسلوال بريد وشو، چې له امله يې يو پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
دى وايي، چې بريد کوونکى تښتېدلى و او سيمه ييز پوليسو تر بريد وروسته په هغه سيمه کې شپږ تنه وډبول، چې بريد ترې شوى و.
د هغه په وينا، وروسته له هغه د سياه ګرد د بازار يو شمېر هټۍ والو او نورو کسانو د پوليسو د دغه عمل په غبرګون کې د لاريونو کولو ګواښ وکړ.
دى وايي، د همدغه ګواښ له امله د بازار نيمايي هټۍ وتړل شوې.
خو هغه وويل، چې امنيه قوماندانۍ نن هغه پنځه محلي پوليس ونيول، چې په بازار کې يې هټۍ وال او نور کسان ډبولي و.
د سياه ګرد ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې نن له غرمې وروسته بېرته يو شمېر تړل شوې هټۍ پرانيستل شوې دي.
د سياه ګرد بازار يو هټۍ وال محمد معصوم مجددي چې خپله هټۍ يې تړلې ده، وايي، ځيني هټۍ وال او د سيمې يو شمېر خلک له دې امله په غوسه دي، چې محلي پوليسو تېره دوشنبې بې ګناه کسان ډبولي دي.
دى وايي، يادو کسانو غوښتل چې لاريون وکړي، خو تر اوسه لاريون نه دى شوى او په ياد بازار کې شاوخوا ٣٠٠٠ هټۍ تړل شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه بازار کې ټولټال ٤٨٠٠ هټۍ شتون لري او له تړل شوو هټيو نن يو شمېر يې بېرته خلاصې شوې دي.