ژبه

او‌آی‌سي د افغانستان د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په ساتنه کې همکاري کوي

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د اسلامي همکاریو سازمان د بشري چارو مرستیال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له معین سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، بیارغونې، ډیجیټلي ثبت او نړیوالې معرفۍ لپاره به د ګډو همکاریو له لارې عملي ګامونه واخیستل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان یا او‌ای‌سي د بشري چارو له مرستیال خلیل ابراهیم اوکور سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې، د تاریخي اثارو د درې‌بعدي ډیجیټلي ثبت او د فرهنګي ادارو د عصري کولو په اړه خبرې وشوې.

عزیزي ویلي چې د افغانستان فرهنګي میراث له تاریخي او دیني اړخه له اسلامي نړۍ سره مهمې ګډې ځانګړنې لري او په هېواد کې ګڼ تاریخي اثار، لرغونې ودانۍ، لرغونې سیمې، خطي نسخې او نور فرهنګي میراثونه شته چې ساتنه یې د اسلامي هېوادونو فرهنګي مسوولیت بلل کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیاله غوښتي چې د افغانستان عامه کتابتونونو، ملي ارشیف، ملي موزیم او د هنرستان ریاست د پیاوړتیا او عصري کولو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د بشري چارو مرستیال خلیل ابراهیم اوکور ویلي، د ګډو همکاریو له لارې به د افغانستان د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، بیارغونې، ډیجیټلي ثبت او نړیوالې معرفۍ لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

هغه ډاډ ورکړی چې افغان متخصصینو ته به د بهرنیو هېوادونو په علمي او روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون زمینه هم برابره شي، څو د نوو تجربو او معیاري مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شي.

د ابراهیم اوکور په وینا، د اسلامي همکاریو سازمان هڅه کوي چې له اسلامي هېوادونو او نړیوالو فرهنګي بنسټونو سره د افغانستان فرهنګي اړیکې لا پیاوړې کړي او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د ساتنې لپاره ګډ عملي پروګرامونه پیل کړي.