د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد له تفریحي او تاریخي سیمو شاوخوا ۶.۲ میلیون داخلي سیلانیانو او نږدې لس زره بهرنیو ګرځندویانو لیدنه کړې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د کابل – ننګرهار پر نوي سړک د حصارک، شیرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو اړوند سیمو کې یو شمېر تاریخي سیمې کشف شوې دي.