کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۵): د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد له تفریحي او تاریخي سیمو شاوخوا ۶.۲ میلیون داخلي سیلانیانو او نږدې لس زره بهرنیو ګرځندویانو لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغهراز د تېر لمریز کال په لړ کې د لاسي صنایعو ۱۳۵ شرکتونه بېلابېلو نندارتونونو ته په وړیا او تخفیفي توګه ور پېژندل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې ۶۵۶ سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته نوي جوازونه صادر شوي او ۱۴۶ سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته جوازونه تمدید شوي دي.
یاد وزارت دغهراز لیکلي چې تېر کال د هغو ۲۵ مېلمستونونو (چې ګرځندویانو ته خدمات وړاندې کوي) ترڅنګ له درې زره سیاحتي او زیارتي شرکتونو څارنه شوې او په یاده موده کې ۱۴۸ بهرنیو ګرځندویانو ته ویزې تمدید شوې دي.