Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې یو شمېر نوې تاریخي سیمې کشف شوې

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د کابل – ننګرهار پر نوي سړک د حصارک، شیرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو اړوند سیمو کې یو شمېر تاریخي سیمې کشف شوې دي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې، د دغه ریاست د لرغون‌ پېژندنې رییس ذبیح‌الله سادات ویلي، په دغو کشف شوو سیمو کې څلور تاریخي سیمې او پنځه برجونه یا د لرغوني دورې د کاروانونو لارښود منارونه شامل دي.

هغه ویلي، د لومړنیو څېړنو له مخې، پېژندل شوې سیمې له اسلام څخه وړاندې د بودایي دین او د کوشانیانو دورو پورې اړه لري چې دغه سیمې د بېلابېلو لرغونو ودانیو، د اوسېدنې ځایونو، بودایي سټوپې او د معبدونو ټولګه او د ستر فرهنګي او تاریخي ارزښت لرونکې دي.

یاد ریاست لیکلي چې دغه موندنې د هېواد د بډایه تاریخ او بې‌ساري فرهنګي میراث ښکارندويي کوي او باید په ښه توګه وساتل شي.

له دې مخکې هم د لرغون پېژندنې ریاست مسؤولینو له لوري د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند د کابل – ننګرهار نوي سړک په اوږدو کې درې تاریخي سیمې کشف او ثبت شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.