کندهار(پژواک، ٧ سلواغه ٩١):د کندهار د برېښنا رياست چارواکي په داسې حال کې د خپل عايد د ډېروالي خبره کوي، چې لا هم په دغه ولايت کې برېښنا پر نشت حساب ده.
د کندهار د برېښنا رياست مرستيال امان الله فاروقي نن د سلواغې په ٧مه، د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په دې وروستيو کې يې د دغه رياست په عوايدو کې زياتوالى راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې تېر کال د کندهار د برېښنا رياست عوايد اتيا ميليونه افغانۍ وه، خو سږ کال دغه عوايد ١٢٠ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي دي.
نوموړي که څه هم ومنله، چې په کندهار کې د برېښنا توليد ډېر لږ دى، خو توانېدلي، چې په روان کال کې د برېښنا د وېش سيسټم ٩٠ سلنه ورغوي، تر څو خلکو ته په مناسبه اندازه برېښنا ورسېږي.
دده په وينا، له دغه کار سره د ښار په ډېرو برخو کې د برېښنا د ضايعاتو مخه نيول شوې او د اصلاحاتو لړۍ روانه ده.
فاروقي وويل، پر همدې بنسټ يې د تېر کال په پرتله په روان کال کې د عوايدو کچه ٤٠ سلنه زياته شوې، چې دا د دوى د پر له پسې کار پايله ده.
د کندهار د برېښنا رياست مرستيال ،د کجکي د برېښنا د رغېدو په اړه وويل، د اوبو او انرژۍ وزارت ژمنه کړې، چې د درېيم توربين د نصب چارې او له کجکي څخه تر کندهار پورې د برېښنا د مزيو د رغولو کار پيلوي.خو هغه يې دقيقه نېټه و نه ښوده.
د ده په خبره، که دغه چارې پر وخت تر سره شي، په کندهار کې به د برېښنا د کموالي ستونزه تر ډېره بريده را کمه شي.
کندهار دا مهال ټولټال ٢٧ مېګاواټه برېښنا لري، چې اته مېګاواټه يې د هلمند له کجکي بند او ١٩ مېګاواټه يې په ښار کې له ډېزلي جنراتورونو څخه لاسته راځي.
خو د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، چې د ښار په ډېرو سيمو کې په ٤٨ ساعتونو کې يواځې شپږ ساعته برېښنا وي، چې په هېڅ ډول بسنه نه کوي.
د کندهار ښار د دويمې ناحيې د کارېز بازار سيمې يوه اوسېدونکي جمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې برېښنا رياست په داسې حال کې د عوايدو د زياتوالي خبرې کوي، چې دغلته اصلاً برېښنا پر نشت حساب ده.
دى وايي، که په کندهار کې تر يو وخته د برېښنا د جوړېدو اساسي غم نه خوړل کېږي، نو برېښنا رياست دې د همدغو عوايدو له لارې تر يوې اندازې د برېښنا کمى پوره کړي.