ژبه

تازه خبرونه
ويسا: د کندهار صنعتي فابريکو ته د اوږدمهالې برېښنا برابرولو هڅې کوي

کندهار ( پژواک ١٨ سلواغه ٩١ ) : د کندهار والي د ولايتي بيارغونې د دفتر له استازو سره په ليدنه کې د دغه ولايت د صنعتي فابريکو لپاره د اوږدمهالې برېښنا پر چمتو کولو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې دغه چاره د نورو فابريکو پرانيستنې ته لاره هواروي.

ډاکټر توريالي ويسا، دغه څرګندونې پرون مازيګر ناوخته د کندهار د ولايتي بيا رغونې د دفتر (PRT) له مشر بريان باکمن او نورو مسوولينو سره په ليدنه کې وکړې.

ويسا وويل، بايد هڅه وشي، چې د کندهار صنعتي فابريکو ته اوږدمهاله  برېښنا چمتو شي، په دې توګه به د نورو فابريکو پرانيستنې او د اوسنيو هغو اوږدمهالي فعاليت ته لاره هواره شي.

هغه زياته کړه : ((د فابريکو فعاليت له يوې خوا له بې روزګاره خلکو سره د کار او روزګار مرسته ده او له بله اړخه د دې ولايت په اقتصادي او امنيتي وده کې هم خوار مثبت رول لري، چې د فعاليت لپاره يې بايد هڅې وشي.))

په دې ليدنه کې د يو شمېر دولتي ادارو له خوا پر اوږدمهاله پلانونو هم خبرې وشوې او په دې برخه کې د کارکوونکو کمې تجربې په ځينو مواردو کې د کارونو د ټکني کېدا لامل وبلل شوې.

والي وويل، يو شمېر داسې ادارې شته، چې نه شي کولاى په سمه توګه خپلې اړتياوې په ګوته کړي، له همدې امله يې کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((له نورو اړوندو ارګانونو سره يې په ګډه د کندهار د سيمه ييزې موسيقۍ، انځورګرۍ او يو شمېر نورو هنرونو د ودې په موخه پر مشخصو  پلانونو کار کړى، چې په نيژدې راتلونکې کې به پلي شي.))

د ولايتي بيارغونې د دفتر مشر براين باکمن هم په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې د کندهار صنعتي فابريکو ته د برېښنا برابرولو موضوع د هغوى لپاره هم د ډېر ارزښت وړ ده.

هغه وويل، په دې اړه به له خپلو اړوندو مسوولينو سره خبرې وکړي او دا به د دې ولايت لپاره د يوې جدي موضوع په توګه ياده کړي.

براين خبر ورکړ، هغوى پلان لري، چې سر له اوسه په کندهار کې د برېښنا تر څنګ پر ځينو نورو پروژو کارونه چټک کړي، ځکه څه موده وروسته به يې فعاليتونه کمېږي او بيا به د ډېرو کارونو لپاره کافي وخت او سرچينې نه لري.

د کندهار د صنعتي فابريکو لپاره د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له لوري د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د درېيو کلونو لپاره شل مېګاواټه برېښنا چمتو شوې وه، چې اوسمهال د دغه قرارداد وخت پاى ته رسېږي.

د صنعتي فابريکو چلوونکو په وار وار له چارواکو غوښتي، چې د اوږدمهال لپاره يې د برېښا د چمتو کولو غم وخوري، که نه وي، دغلته د فعالو ٦٨ فابريکو د توليد چارې به په ټپه ودرېږي.

ورته موضوع