Language

د ننګرهار کډوال: که دولت مو کورونه ړنګ کړي، خپلې تذکرې به وسوځوو

جلال اباد (پژواک ٢٣ سلواغه ٩١): له پاکستان څخه ننګرهار ته راستانه شوو کډوالو د لاريون په ترڅ کې ګواښ وکړ، چې که دولت يې کورونه ړنګ کړي، نو دوى به خپلې تذکرې وسوځوي.

دغه سلګونه کډوالې کورنۍ، چې له تېرو اوو کلونو راهيسې په بېلابېلو وختونو کې له پاکستان څخه راستانه شوي، د جلال اباد ښار سوېل لوېديځ ته د سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري په ډاګه کې مېشت او کورونه يې په کې جوړ کړي دي.

لاريون کوونکو ويل، چې دوى د دولت په اجازه دلته کورونه جوړ کړي او اوس دولت ورته له دې ځاى څخه د وتلو امر کړى دى.

د شيخ مصري ښارګوټي سلګونو اوسېدونکو د سلواغې په ٢٣مه په جلال اباد ښار کې د ولايت مقام مخې ته لاريون وکړ او له دولت څخه يې د خپلو حقوقو غوښتنه کوله.

لاريون کوونکو ويل، شاوخوا اوه کاله کېږي چې له پاکستانه راکډه شوي او د دولت په اجازې يې په شيخ مصري ښارګوټي کې اړولي، خو اوس چې دوى په کې کورونه جوړ کړل، دولت ورته د وتلو امر کړى دى.

د خليل الله په نوم د لاريون يوه ګډونوال پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا دوه زره کورنۍ دلته مېشتې دي، خو اوس يې دولت په دغه ښارګوټي کې نه پرېږدي.

هغه زياته کړه:((موږ چېرې ولاړ شو، د قانون له مخې بايد موږ په هېواد کې کور ولرو، اوس چې مو کور جوړ کړى، دولت مو ترې اوباسي.))

د ده په وينا، نور د دولت له دغو کړنو په تنګ شوي، نو که چېرې دوى ته خپل حق ورنه کړل شي خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

د حاجي تور رحيم په نوم يوه قومي مشر او د لاريون ګډونوال هم پر دولت نيوکه کوي، چې لومړى يې ورته په دغه ځاى کې د مېشتېدو امر ورکړى او اوس ورته وايي، چې له دغه ځاى ووځي.

نوموړى پر ولايتي چارواکو غږ کوي، چې دوى په خپله په جګو، جګو تعميرونو کې اوسيږي، خو دوى چې د سرپناه قانوني حق لري، ورته يې نه ورکوي.

غلام نبي هم پر دولت نيوکه کوي، چې د دوى د سرپناه ستونزه نه هواروي.

دى وايي، چې يادې دوه زره کورنۍ نورې دېته اړې شوې چې خپلې تابعيت پاڼې وسوځوي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د دغو کډوالو نيوکې پر ځای بولي او زياته يې کړه، چې کډوال د سرپناه قانوني حق لري ، خو اوسمهال دوی ورته ځمکه نه لري، چې ور يې کړي.

هغه زياته کړه: ((دوى له ځان سره د مهاجرت ډېر معتبر قانوني اسناد لري او ښه مستحق خلک دي.))

دى وايي، پر دغو خلکو داسې څه ظلم نه دى شوى، چې ګواکې د دوى کورونه به وران شي.

ده زياته کړه: ((دوى اوس په دې موقتي ځمکه کې پراته دي او غواړي چې دايمي ځايونه ورته ورکړل شي.))

د فقيرزي په خبره، دولت دوه ښارګوټي په نظر کې نيولي، چې منظوري به يې په نږدې راتلونکې کې راشي او دغو کډوالو ته به په هغه ځاى کې ځمکه ورکړي.

خو لاريون کوونکي بيا وايي، چې دوی په دې سيمه کې اووه کاله تېر کړي او همدا ځمکه بايد ورته ورکړل شي.