کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۷۲۴ کورنۍ راستنې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې ورځنی راپور خپور کړی دی.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم دروازې له لارې ۶۵۷ کورنۍ چې ۳۵۰۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۵۰۴ کورنۍ چې ۲۹۲۲ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او څه باندې ۹۹۳ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۶۱۹ کورنیو سره په ټولیز ډول ۵.۲ میلیون افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د کندهار د سپینبولدک بندر له لارې هم ۲۷ کورنۍ چې ۱۴۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۴۸ کورنۍ چې ۲۷۶ کسان کېږي، کابل ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۶۶۷ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په سپینبولدک کې له ۵۵ کورنیو سره په ټولیز ډول ۴۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښم پله له لارې ۲۱ کورنۍ چې ۸۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې او همدارنګه ۷۸۲ مسافر هم ته راستانه شوي دي.
د نغدي مرستې برخه کې له دوو کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې او ۴۳۸ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.
دغهراز، د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هم ۱۹ کورنۍ چې۷۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۹کورنیو سره ۱۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
دغهراز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۱۱۰ کورنۍ چې ۶۲۱ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۴۴۶ زره او ۳۵۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.
سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۷۲۴ کورنۍ چې ۳۶۹۳ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۶۶۲ کورنۍ چې ۲۹۹۸ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۶۹۵ کورنیو سره مرستې شوې دي.