ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نرخ کې د حزب اسلامي يو قوماندان وژل شوى

په نرخ کې د حزب اسلامي يو قوماندان وژل شوى

author avatar
23 Feb 2013 - 12:41
په نرخ کې د حزب اسلامي يو قوماندان وژل شوى
author avatar
23 Feb 2013 - 12:41

کابل (پژواک ٥ کب ٩١): د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د حزب اسلامي د يو قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته بېګا شپه د نرخ ولسوالۍ د توکرک په سيمه کې شوې ده.

هغه ادعا وکړه، چې په دې نښته کې د حزب اسلامي يو ځايي قوماندان سميع الله د طالبانو د يوه ډلمشر فيض الله له لوري وژل شوى دى.

نوموړي وويل، چې اوس په سيمه کې وضعيت ارام دى.

پژواک اژانس هڅه وکړه چې د ياد طالب قوماندان او يا هم د طالبانو د وياند نظر واخلي خو بريالى نه شو.

د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړې کېږي، چې له امله يې تر اوسه دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.