کابل (پژواک ٩ کب ٩١): د افغانستان بانک مشر وايي، چې په راتلونکو دوو اونيو کې به د کابل بانک د پوروړو د ملکيتونو د خرڅلاو له لارې، د دغه بانک ٥٠ ميليونه امريکايي ډالر نور پور ترلاسه شي.
د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، تر دې دمه د کابل بانک له پوروړو ١٧٥ ميليونه ډالر نغد ترلاسه شوي، چې په دې سره به له دغه بانک څخه د ترلاسه شوو پيسو کچه ٢٢٥ ميليونه ډالرو ته ورسېږي.
هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د دغه بانک د ٢٧٠ تر ٣٠٠ ميليون ډالرو په اړه کره معلومات نشته، خو ښايي له هېواد څخه په غيرقانوني ډول ايستل شوي وي.
خو ده وويل، چې د افغانستان بانک له ځينو هېوادونو سره د متقابلې همکارۍ له لارې د دغو پيسو د بېرته ترلاسه کولو هڅې پيل کړې دي.
د دلاوري په وينا، تر دې مهاله يواځې يوه هېواد، چې د کابل بانک پوروړو هلته پيسې لېږدولې، د پيسو د بېرته سپارلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې، خو ده د دغه هېواد نوم ياد نه کړ.
دى وايي، چې ياد خصوصي بانک په ٢٠٠٩ کال کې د ٨٣٥ ميليونه امريکايي ډالرو ناقانونه پورونو د ورکولو له امله له بحران سره مخ شو.
تر بحراني کېدو وروسته بيا د دغه بانک يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې اوس د “نوي کابل بانک” په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې تر اوسه تر څېړنې لاندې ده.
د دې قضيې د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه رامنځته شوې ده.
دې محکمې تر اوسه د دغه بانک په قضيه کې دوه ويشت کسان تورن کړي؛ چې په سر کې يې د بانک پخوانى مشر شېرخان فرنود او د ده مرستيال خليل الله فروزي دي.
د افغانستان بانک مشر وويل، چې ښايي محکمه ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.
ده هيله وښوده، چې د دغه بانک د پياوړتيا لپاره د دولت له خوا لګول شوې پيسې ټولې ترلاسه شي.
ټاکل شوې چې نوى کابل بانک د داوطلبۍ له لارې خصوصي سکټور ته وسپارل شي.
ماليې وزارت د تېرې مياشتې په ٢٧ مه وويل، چې يوه کورني شرکت په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه وړانديز ورکړى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن