کابل (پژواک١٣کب٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي،د پاکستان د علماوو شورا د مشر څرګندونې غير مسوولانه، سياسي او د خندا وړ دي .
د رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر اشرفي د افغانستان په اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي ، چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه جواز لري.
اشرفي ويلي:(( فلسطين اسرايلو اشغال کړی، کشمير هند اشغال کړی او افغانستان امريکايانو اشغال کړى، که مسلمانان ايټم بم نه لري ، نو کولی شي چې خپل ځانونه د خداى په لار کې قربان کړي.))
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياندجانان موسى زي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل :” دا غير مسوولانه څرګندونې چې شوې دي په پوره ډول سياسي دي او په هېڅ توګه په سيمه کې د سولې او ثبات په ګټه نه دي.”
موسى زي وويل چې د سعودي عربستان د لوى مفتي په ګډون د ډېرو اسلامي هېوادونو علماوو ځانمرګي بريدونه حرام بللي دي.
ده زياته کړه:”کومې څرګندونې چې د دين د عالم په نامه شوې دي،د افغانستان دولت يې ردوي، لکه څنګه چې دافغانستان دعلماوو شورا رد کړې، افغانستان يو اسلامي هېواد دى، ټول قوانين يې د اسلام د مبارک دين له مخې تدوين شوي دي، د افغانستان اساسي قانون په دې اړه صراحت لري.”
اشرفي همداراز ويلي چې افغانستان دامريکا له خوا اشغال شوى او تر هغه به په سيمه کې سوله رانشي چې امريکا له افغانستان څخه وتلې نه وي.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د هغه دغه څرګندونې د خندا وړ وبللې او ويې ويل چې افغانستان خپلواک او د ملي حاکميت لرونکى هېواد دى.
موسى زي زياته کړه:”په تېرو لسو، يوولسو کلونو کې د پنځوسو هېوادونو د امنيتي ځواکونو د شتون سربېره افغانستان يو خپلواک او د ملي حاکميت لرونکى هېواد دى. د افغانستان دولت په ټولو برخو کې، په کورني او بهرني سياست کې پوره خپلواکي لري البته چې اوږه په اوږه مو له خپلو نړيوالو ملاتړو سره يوځاى د ترهګرۍ پروړاندې مبازره کړې چې ددې هېواد له سرحدونو بهر سرچينه لري.”
د افغانستان دعلماوو شورا هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان دعلماوو شورا د مشر وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي او هغه يې د ديني احکامو مخالف بللې دي.
په اعلاميه کې د طاهر اشرفي څرګندونې سياسي ، استخباراتي او د مسلمانانو ترمنځ د ستونزو او فتنو د ډېروالي هڅه بلل شوې ده.
خو د پاکستان د علماوو شورا مشر نن له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې په رسنيو کې يې خبرې ناسمې تعبير شوې دي.