ژبه

د هلمند د زندان په نښته کې شپږ تنه ټپيان شوي

لښكرګاه (پژواك ۱۴كب ۹۱): د هلمند په لوى زندان كې د پوليسو او بنديانو ترمنځ نښته كې شپږ بنديان ټپيان شوي او دوه پوليس زندانيانو نيولي دي.

د هلمند يوې دولتي سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه كوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره ورځ د سهار په لسو بجو د لښکرګاه په مرکزي زندان کې رامنځ ته شوې ده، خو لا تر دې مهاله له ډېرو هڅو سره سره نه ده هواره شوې.

سرچينې زياته کړه، تېره ورځ لومړى څو تنو سياسي بنديانو د دې لپاره په زندان كې په لاريون لاس پورې كړ، چې ګواكې دوى ډېر وخت په خونو كې ساتل كېږي.

ياده سرچينه وايي، په دې وخت كې زندانيانو دوه پوليس نيولي او نورو پوليسو يې د خلاصېدو په موخه ډزې كړي، چې په ترڅ كې يې شپږ بنديان ټپيان شوي دي؛ تر هغه وروسته اوسمهال ټول ۱۲سوه بنديان په زندان كې له خونو وتلي او د خپل حق غوښتنه كوي.

د سرچيني په وينا، نن د دې ستونزې د هواري په موخه يو كمېسيون وټاكل شو، خو د بنديانو له استازو سره تر خبرو وروسته يې پايلې ناكامه شوي او اوس د ايساف په ګډون ټول امنيتي ځواكونو هڅه كوي، چې لاريون كوونكي ونيسي او ستونزه د زور له لارې حل كړي.

په دې ولايت كې ټول اړونده مسوولين رسنيو ته د دې موضوع له رد يا تاييد څخه ډډه کوي، خو يوې بلې دولتي سرچيني هم د نوم نه اخيستو په شرط پژواك اژانس ته وويل، د پېښې اصلي لامل دادى چې د ولسمشر له خوا د بښنې په فرمانونو كې د بنديانو په وينا، عدل نه كېږي او يواځې شتمن او د واسطې كسان په كې شاملېږي.

سرچيني زياته کړه، د اړوندو ارګانونو له خوا څخه په دا وروستيو كې له بنديانو څخه په يو او بل نوم پيسې هم اخيستل كېږي، چې نورو بنديانو په دې كار غبرګون ښودلى، چې په ترڅ كې يې دا ستونزه رامنځ ته شوې ده.

د يادلو ده چې دا په خپل ډول كې لومړنۍ پېښه ده، چې د هلمند په زندان كې رامنځ ته كېږي.

ورته موضوع