کابل (پژواک ١٩کب ٩١): د ولسي جرګې د لومړي او دويم نايب، منشي او د منشي نايب د ټاکنو لپاره رايه اچونه دوام لري.
د ننګرهار د خلکو استازو حاجي عبدالظاهر قدير او ميرويس ياسيني د ولسي جرګې د لومړي نايب څوکۍ ته ځانونه نومولي دي.
همدارنګه په ولسي جرګه کې د بلخ استازي احمدشاه رمضان، د هلمند استازي نعمت الله غفاري، د بدخشان استازي امان الله پيمان او د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي د دې جرګې د دويم نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ځانونه کانديد کړي دي.
د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال او د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي د منشي په توګه او د بلخ استازي فرهاد عظيمي، د بدخشان استازې نېلوفر ابراهيمي او د کابل د خلکو استازې نظيفې ذکې د نايب منشي د څوکۍ لپاره ځانونه کانديد کړي دي.
د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا له دواړو جرګو هره يوه يې د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رييس په توګه ټاکي.
دغه راز د دې مادې له مخې، دغه جرګې، دوه تنه د لومړي او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه، د يوكال لپاره انتخابوي.
دغه کسان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاوي جوړوي.
په تېره يو کلنه دوره کې حاجي ظاهر قدير د لومړي نايب، نعمت الله غفاري د دويم نايب، خواصي د منشي او فرهاد عظيمي د نايب منشي په توګه دنده ترسره کوله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن