ژبه

د چاپېریال‌ساتنې ادارې مشر د یواېن هبیتات له مشرې سره وکتل

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۵): د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې مشر په افغانستان کې د یواېن هبیتات له مشرې سره په باکو ښار کې د «ډبیلویواېف» کنفرانس کې د تلونکي پلاوي د ګډون او چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.

د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د چاپیریال‌ساتنې ملي ادارې مشر مولوي مطیع‌الحق خالص یواېن هبیتات « UN Habitat» له  مشرې سټېفن لوزي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې اذربایجان ته د چاپېریال‌ساتنې ادارې د عمومي رییس په مشرۍ د تلونکي پلاوي د ګډون څرنګوالي او چمتووالي په اړه بحث او خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، مطیع‌الحق خالص په دې ناسته کې د یاد کنفرانس اهمیت یاد کړی او د  یواېن هبیتات له مسوولینو یې غوښتي چې د افغان پلاوي د سفر لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د چاپېریالي ستونزو او ننګونو د مطرح کېدو لپاره دې په اړوندو غونډو کې لا ډېره همغږي رامنځته شي.

خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د یواېن هبیتات مشرې سټېفن لوزي د باکو ښار کې د (WUF) نړۍوال کنفرانس په تړاو معلومات وړاندې کړي دي.

یادې ادارې لیکلي چې د غونډې په پای کې دواړو خواوو د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان چاپېریالي ستونزې او لومړیتوبونه باید له نړۍوالو سره شریک شي.