Language

وسلوالو په شينوارو کې يو پوليس وواژه

چاريکار( پژواک ٢٩ کب ٩١): وسلوالو مخالفينو تېره شپه د پروان په شينوارو ولسوالۍ کې پر يوه پوسته په بريد کې يو پوليس وژلى او له پوستې څخه يې پنځه ميله وسلې او دوه مخابرې وړې دي.

دا څرګندونې د پروان د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال مسجدي جدي پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې دغه بريد د شينوارو ولسوالۍ د تبخ تېري په سيمه کې د عامه نظم پوليسو پر پوسته شوى او وسلوالو مخالفينو له پوستې څخه يو پيکا ، څلور کلاشينکوفونه او دوه مخابرې هم وړې دي .

جدي وايي، نه پوهيږي چې وسلوال مخالفين څه ډول  پر دې بريالي شوي ، چې په دې لنډ بريد کې له پوستې څخه يادې وسلې او مخابرې له ځان سره يوسي.

په پروان کې د عامه نظم پوليسو د لومړي کنډک قوماندان سمونوال سميع الله سيدخېلي په دې بريد کې د يو تن پوليس وژل تاييدوي ، خو وايي، چې بريدکوونکو  وسلې  له ځان سره نه دي وړي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه بريد د دوى کسانو کړى او پوليسو ته يې ځاني او مالي زيانونه  اړولي دي .

Related Topics