کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزیر، د یوناما له سرپرستې سره په لیدنه کې ویلي، په نړۍوالو سازمانونو کې د ا.ا د استازو حضور د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره مرستندوی دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان استازولي د افغان حکومت مسؤولیت او د افغان ولس حق دی.
د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) د سرپرستې او د سیاسي څانګې مشرې، جورجټ ګانیون سره وکتل.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې ناستې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو کې د افغانستان د استازو حضور د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان استازولي د افغان حکومت مسؤولیت او د افغان ولس حق دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، جورجټ ګانیون هم له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د لا زیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د ناستې په پای کې دواړو لوریو په بشري برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د متقابل تعامل د لا پیاوړتیا لپاره د ګډو کاري کمېټو پر همغږۍ ټینګار وکړ.