ژبه

د ا.ا د مشرباته اختریز پیغام: له نړۍ سره د شریعت له اصولو سره سم سياسي او اقتصادي اړیکې غواړو

توسط احمد صهیب حسرت

مې 24, 2026 - 11:17 am

Views: 9

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د ا.ا مشرتابه د لوی اختر په پیغام کې ویلی چې اسلامي امارت د ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه اسلامي ملکونو سره د شریعت له اصولو سره سم سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.

ذبیح‌الله مجاهد د ا.ا د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده دغه اختریز پیغام پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

په پیغام کې راغلي: «د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هيڅوک پر چا ظلم او تېری نه شي کولای، د ظلم مخه نیول کېږي او د مظلوم د حق پوښتنه کېږي.»

شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي چې د شرعي محاکمو په فعالیت سره شریعت عملي شوی، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر فریضه ترسره کېږي او په دې برخه کې له شرعي اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح کوښښ روان دی.

په پیغام کې له علماوو او د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر او ارشاد او دعوت له مسوولینو غوښتل شوي چې خلکو ته د اړینو مسایلو په ښوونه کې هڅې وکړي او د لمونځونو او مؤمن به شیانو په اړه دې خلک پوه او ډېر ترغیب کړي.

په پیغام کې دغه‌راز راغلي چې اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولینو او مسکینانو د حقوقو تأمین او مرستې ته ژمنتیا لري.

د اسلامي امارت مشر پر شتمنو افغانانو غږ کړی چې یاد خلک هېر نه کړي او د هغوی پالنې او مرستې ته پوره پاملرنه وکړي.

هغه ویلي چې اسلامي امارت د ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه اسلامي ملکونو سره د شریعت په اصولو کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.

ده زیاته کړې: «د اسلامي امارت له مسوولینو مې غوښتنه دا ده چې په خپل مسوولیت کې د ﷲ جل جلاله اوامرو او نواهیو ته پوره توجه وکړي، د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره د شریعت په رڼا کې خپل مکلفیتونه په پوره توګه ادا کړي، د خلکو د حاجتونو پر مخ دروازې بندې نه کړي، کارونه یې په ښه او عاجله طریقه سره اجراء کړي. همدا ډول پر خلکو باندې له ظلمه ځان وساتئ؛ ځکه په دنیا کې چې هرچا ظلم کړی، که هر څومره طاقتور وي، هغوی الله تعالی ذلیله او له شکست سره مخ کړي.»

هغه له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د اختر په ورځو کې د خپلو خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي، د هغوی د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

دغه‌راز ده ویلي، د راستنېدونکو کډوالو په اړه دې ټول اړوند مسوولین ډېره پاملرنه وکړي چې د هغوی لپاره د ځمکو وېش، د انتقالاتو او ځای پر ځای کولو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه زیاتوي: «زموږ او ستاسو مشترک مسوولیت دی چې د خپل شرعي نظام ساتنه او پالنه به کوو؛ ځکه دا د ډېرو شهیدانو د مقدسو وینو او د مجاهدینو او مخلصو مسلمانانو په خورا ډېرو ستړیاوو او قربانیو سره راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق او اخلاص سره لا ډېره ستړیا وګالو او قرباني ورکړو او د وروڼو په شان د یو او بل ترڅنګ درېدو ته دوام ورکړو، څو د دښمنانو بدې ارادې دفع کړو، د امنیت، هوسایۍ، ابادۍ او په عموم کې د شرعي نظام قدر وکړو او د لا ښې تقویې او بقا لپاره يې لاسونه سره ورکړو او پر راغلي شرعي نظام باندې بشپړ استقامت وکړو.»