کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۵): افغان پلاوي د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نداءمحمد ندیم د کازان اوولسم نړۍوال بحث په څنډه کې د روسیې فدراتیف د لومړي وزير له مرستيال آلکسي اورچوک سره ولیدل.
سرچینه زیاتوي، ندیم په دې لیدنه کې د ا.ا او روسيې ترمنځ پر دوامدارو اړيکو ټينګار وکړ او ویې ويل چې دواړه ملکونه بايد کوښښ وکړي څو خپلي تجارتي اړيکې مخامخ او بي له واسطې مخکې بوځي.
خبرپاڼه کې راغلي، دغهراز د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزيزي هم له روسيې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، ځينې کړۍ چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړيکو خرابېدل غواړي، بايد ورته جدي پاملرنه او مخنیوی یې وشي.
یاد وزارت لیکلي، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک هیله څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت او روسيې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې چارې لا پراخې شي او دغه ډول ناستې به د دواړو ملکونو پر اقتصادي چارو مثبت اغېز ولري.
د خبرپاڼې له مخې، د مجلس په پای کي د دواړو لورو له لوري د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخيز اقتصادي او سودګریزو کمېسیون پر قوي کېدو او د اړوندو موضوعاتو پر سر بحث او ټينګار وشو.