منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

افغان

۶۹ راپورونه

راپورونه

د لاهور سترې محکمې له طبي څانګو د افغان محصلينو د اېستلو پرېکړه ځنډولې ده

د لاهور سترې محکمې د پاکستان د طبي او ستوماتولوژي شورا هغه پرېکړه ځنډولې چې له مخې یې د طبي څانګو افغان محصلینو ته د وتلو امر شوی و او حکم یې کړی چې هغوی دې د خپلو زده‌کړو د دوام، په ازموینو کې د ګډون او خپلو لیلیو ته د بېرته ستنېدو اجازه ولري.

جمال: اکټوبر کې د یوې نړۍوالۍ غونډې څنډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کېږي

د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنر وایي، له ایران سره د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په کابل کې پر درې‌اړخیزې ناستې سلا شوې او ټاکل شوې په اکټوبر کې په سویس کې هم د یوې نړۍوالې غونډې څنډه کې د افغان کډوالو د ستونزو او جبري ایستنې په اړه خبرې وشي.

دلاور: د اړيکو کمېسیون د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو لپاره هڅې کوي

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور وایي، دغه کمېسیون هڅه کوي چې له افغان شخصیتونو سره اړیکې لا پراخې کړي، د هغوی ستونزې واوري او هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه ورته برابره کړي.

د تکواندو افغان لوبغاړي حکمت‌الله زین خپل پاکستاني او اوزبیکستاني سیالان مات کړل

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمت‌الله زین د تکواندو نړیوال فدراسیون د ریاست جام سیالیو کې خپلو پاکستاني او اوزبیکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبغاړو پړاو «کوارټر فاینل» ته لار پیدا کړه.

جرمني کې یو افغان پر عمري بند محکوم شوی

د راپورونو له مخې، د جرمني د مونیخ عالي محکمې یو ۲۵ کلن افغان د کارګرانو پر يوې اعتراضي غونډه د موټر په وسيله قصدي بريد له امله پر عمري بند محکوم کړی دی. د…

افغان او قرغز چارواکو د ګډو څېړنو او سیمه‌ییزې همکارۍ پر دوام خبرې وکړې

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د دغه مرکز رییس د قرغزستان د ستراتیژیکو نوښتونو د ملي انسټیټیوټ له رییس سره د دواړو هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د تجربو د تبادلې، سیمه‌ییزو تحولاتو او متقابلو ګټو په اړه خبرې کړي دي.

دوو افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، افغان ورزشکارانو د کورش پنځلسم پړاو اسیایي سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست…

افغان او اوزبېک چارواکو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ريیس د تاشکند مرستیال والي ته د کابل د سفر بلنه ورکړې او هغه هم ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د یو سوداګریز پلاوي په ملتیا افغانستان ته سفر وکړي.

نور راپورونه