کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سمنان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو افغان کډوال ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی چې دا پېښه تېره ورځ ماښام (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۴مه) د ایوانکي – تهران پر لاره د جنتاباد صنعتي ښارګوټي مخې ته شوې ده.
د سمنان د طبي علومو پوهنتون د عامه اړیکو مدیر کارن یحیایي ویلي چې په دې پېښه کې یوه پژو ۴۰۵ ډوله موټر چې سپرلي یې بهرني اتباع وو، له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
هغه ویلي چې په دې پېښه کې ۶ کسان ځای پر ځای مړه شوي او درې نور چې ټپیان وو، د عاجلو روغتیايي خدمتونو ځواکونو له خوا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ایران د صدا او سیما خبري اژانس ویلي چې د دې پېښې قربانیان د افغانستان اتباع وو.
د پېښې علت تر اوسه نه دی معلوم شوی.