ژبه

جرمني کې یوه افغان د چاقو په ګوزارونو درې کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ٥ کب ١٤٠٤): د راپورونو له مخې، یوه ۳۵ کلن افغان د جرمني په وورزبورګ ښار کې درې کسان د چاقو په ګوزارونو ټپیان کړي دي.

الماني رسنیو راپور ورکړی چې دغه کس درې نارینه چې ۶۸، ۵۵ او ۵۱ کلن دي، په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې چې بریدکوونکی د فدرال پولیسو له لوري نیول شوی دی.

پولیسو ویلی چې درې واړه ټپیان سرسري خوږ شوي او تر درملنې لاندې دي.

ورته موضوع