ژبه

شپږ افغان او کیوبايي پناه‌غوښتونکي له امریکا ګویانا ته لېږدول شوي

Jose A. Alvarado Jr. / Bloomberg via Getty Images file

سهراب سرورى

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۱

Views: ۷

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، شپږ افغان او کیوبايي وګړي د امریکا له متحده ایالتونو ګویانا ته لېږدول شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د ګویانا د بهرنیو چارو د وزیر رابرت پرساد له قوله راپور ورکړی چې دغه شپږ پناه‌غوښتونکي د جمعې په ورځ، د ګویانا حکومت له لوري تر ارزونې او د هغوی د جرمي مخینې په اړه له ډاډ ترلاسه کولو وروسته، دغه هېواد ته داخل شوي دي.

د راپور له مخې، هغه زیاته کړې چې دغه کسان تر ډېره د کډوالۍ اړوندو مسایلو له امله له امریکا ایستل شوي دي.

پرساد څرګنده کړې چې د ګویانا حکومت له امریکا سره له څو میاشتنیو خبرو وروسته د دغو کسانو د موقتي مېشتولو په اړه هوکړې ته رسېدلی او دغه هوکړه به د یوه کال لپاره عملي شي.

د هغه په خبره، ګویانا ته د دغو کسانو لېږدول په دې معنا نه دي چې هغوی به په دغه هېواد کې دایمي مېشت شي، بلکې د کډوالۍ د وضعیت تر معلومېدو پورې به په ګویانا کې پاتې شي.

د راپور له مخې، د ګویانا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ښايي دغه کسان په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه یا کوم بل هېواد ته ولېږدول شي.

د ګویانا چارواکو ویلي چې د دغه پروګرام عملي کولو مسوولیت د کډوالۍ نړۍوال سازمان پر غاړه لري او د ګویانا حکومت به د دغو کسانو د استوګنې او ملاتړ لګښتونه نه ورکوي.

رابرت پرساد ویلي چې امریکا تر اوسه ګویانا ته د نورو کسانو د ایستلو په اړه غوښتنه نه ده کړې.

د یادونې ده، د روان کال د وږي په اتمه هم د امریکا حکومت لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته ایستلي وو چې پکې ۱۲ افغانان، اته ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یو شمېر اتباع هم شامل وو.