Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي عربستان ته د افغان حج‌کوونکو د لېږد بهیر پیل شو

کابل (پژواک، ۸ غویي ۱۴۰۴): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، نن له افغانستانه په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږل شول.

یاده الوتنه نن (دوشنبه د غویي ۸ مه) د کابل له نړۍوال هوايي ډګره د شپې ۱۱:۳۰ دقیقې د سعودي عربستان مدینې منورې پر لور ترسره شوه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شېخ نور محمد ثاقب په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې نن د کابل له نړیوال هوایي ډګره د سعودي عربستان مدینې منورې ته حج ته تلونکو کسانو د لېږد بهیر پیل شو او په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ کسان شامل دي.

دی وايي، حج ته د تلونکو کسانو د لېږد بهیر به ۳۲ ورځو کې په ۹۷ الوتنو کې بشپړ شي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په نننیو مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت مسوولین د حج پروسې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دی وایي، سږکال سعودي عربستان کې حج ته د تلونکو کسانو لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

نوموړي حج ته له تلونکو کسانو وغوښتل چې د کوربه هېواد ټول قوانین او اصول په پام کې ونیسي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په دغو مراسمو کې وویل، اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د حج پروسې د بریالیتوب لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او سږکال به هم په ښه توګه ترسره شي.

دی وايي، سږکال حج ته د تلونکو کسانو د لېږد لپاره له اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو سره تړونونه شوي دي.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، سږ کال به له افغانستانه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه سفر وکړي او د هر حج ته تلونکي کس لپاره ۲۸۲ زره افغانۍ لګښت په پام کې نیول شوی.

د یادونې ده چې تېر کال هم له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.