کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ایران ۱۹۹ افغانان چې په دغه هېواد کې بندیان وو، اسلامي امارت ته سپارلي او دوه ایراني بندیان هم د افغانستان چارواکو له لوري د ایران حکومت ته سپارل شوي دي.
فارسی اپک ټایمز خبرپاڼې راپور ورکړی چې د بندیانو دا تبادله تېره ورځ د دواړو لوریو ترمنځ د میلک پولې له لارې شوې ده.
د راپور له مخې، ۱۹۹ افغان بندیان چې مخکې د تهران، سیستان، بلوچستان او اصفهان په زندانونو کې ساتل کېدل، د سیستان او بلوچستان په شمال کې د میلک پولې له لارې افغان چارواکو ته وسپارل شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بندیانو په یاده تبادله کې دوه ایرانيان چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان وو، ایراني چارواکو ته سپارل شوي دي.
ایراني چارواکو د ۱۴۰۱ کال د وري په ۲۸مه هم ۱۹۹ افغان بندیان چې دغه هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د نیمروز د ورېښمو پل په دروازه کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارلي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP