کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنر وایي، له ایران سره د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په کابل کې پر درېاړخیزې ناستې سلا شوې او ټاکل شوې په اکټوبر کې په سویس کې هم د یوې نړۍوالې غونډې څنډه کې د افغان کډوالو د ستونزو او جبري ایستنې په اړه خبرې وشي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د کډوالو له کوربه هېوادونو سره د څو اړخېزو ناستو په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې عرفات جمال وویل، ټاکل شوې په راتلونکې اکټوبر کې په سویس کې د یوې نړۍوالۍ غونډې څنډه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې او د جبرې ایستلو په اړه خبرې وشي.
نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري له ایران سره د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د درې اړخېزې ناستې پر سر سلا شوي او په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د ایران، ملګرو ملتونو او اسلامي امارت د استازو په ګډون ناسته وشي.
عرفات ویلي چې ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ستونزو حل او لاسنیوي په موخه هڅې پیل کړې او د اړتیا وړ مالي امکاناتو د جلب لپاره پلان چمتو شوی دی.
په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې له کډوالو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په سختو شرایطو کې له راستنو شوو مهاجرینو سره اړینې مرستې او همکارۍ شوې دي.
هغه د افغان کډوالو په هکله څلور اړخیزه او درې اړخېزه ناستې اغېزنامې او مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د کډوالو ستونزو د حل په موخه له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي چې تر دې دمه د افغان کډوالو او راستنو شوو لپاره ګڼ پلانونه عملي شوي او د هر راز همکارۍ د جلب لپاره ظرفیت رامنځته شوی دی.