Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال خوشي شول

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۰۴ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر ۱۵ ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول.

د کډوالو چارو وزارت نه دي ويلي چې دا مهال پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.