منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 6:53 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
کډوال

د پاکستان له زندانونو لسګونه نور افغان کډوال خوشې شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۵۲ نور افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

· 1 دقیقه لوستل · 297 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۵۲ نور افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر دوو ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

د کډوالو چارو وزارت نه دي ويلي چې دا مهال پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غبرګولې میاشتې په ۲مه او ۳مه هم ۲۳۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.