کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، افغان ورزشکارانو د کورش پنځلسم پړاو اسیایي سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کورش پنځلسم پړاو اسیایي سیالیو کې معراجالدین چکمار په ۶۶ کیلوګرامه وزن کې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه، خو له تاجکستاني سیال څخه یې ماتې وخوړه او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، ذبیحالله احساني په ۸۱ کیلوګرامه وزن کې ترکمنستاني سیال ته ماتې ورکړه او له اوزبېکستاني سیاله یې ماتې وخوړه او د برونزو مډال یې وګاټه.
سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې به نن (یکشنبه) ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلوګرامه وزن کې او عبدالمنان سادات په ۹۰ کیلوګرامه وزن کې له خپلو سیالانو سره لوبې وکړي.
همدارنګه، د افغانستان د کورش، سامبو او رستمي غېږنیونې فدارسیون رییس سید محمدضیاء دشتي پژواک ته وویل چې دوو افغان ورزشکارانو معراجالدین چکمار او ذبیحالله احساني په اسیایي سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب روانې دي چې د ۲۸ هېوادونو ورزشکارانو ګډون پکې کړی دی.
له افغانستانه په دغو سیالیو کې شپږو ورزشکارانو برخه اخیستې ده.