ژبه

د لاهور سترې محکمې له طبي څانګو د افغان محصلينو د اېستلو پرېکړه ځنډولې ده

احمد صهیب حسرت

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۴

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د لاهور سترې محکمې د پاکستان د طبي او ستوماتولوژي شورا هغه پرېکړه ځنډولې چې له مخې یې د طبي څانګو افغان محصلینو ته د وتلو امر شوی و او حکم یې کړی چې هغوی دې د خپلو زده‌کړو د دوام، په ازموینو کې د ګډون او خپلو لیلیو ته د بېرته ستنېدو اجازه ولري.

د راپورونو له مخې، د پاکستان طبي او ستوماتولوژي شورا د دغه هېواد طبي پوهنتونونو او کالجونو ته امر کړی و چې په دغو مرکزونو کې په زده‌کړو بوختو افغان محصلینو ته د وتلو اسانتيا برابره کړي او د نوو افغان محصلانو له منلو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم دغه پرېکړه خواشینوونکې او «غیرانساني» بللې او ویلي یې وو چې د لوړو زده‌کړو وزارت چمتو دی، هغو محصلانو ته چې افغانستان ته راستنېږي، له هماغه پړاو څخه چې زده‌کړې یې درېدلې دي، د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

پاکستانۍ «اکسپرس ټریبیون» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لاهور سترې محکمې نن (جمعه) د پاکستان د طبي او ستوماتولوژي شورا (PMDC) هغه حکم وځنډاوه چې له مخې یې افغان طبي محصلانو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو امر شوی و.

د راپور له مخې، قاضي خالد اسحاق دغه حکم د ۱۳ افغان طبي محصلانو د عریضو د څېړنې پر مهال صادر کړی دی. دغه محصلان په لاهور کې د کینګ اډوارډ طبي پوهنتون، د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان طبي او ستومتولوژي کالج او د سروېسز د طبي علومو انسټیټیوټ کې زده‌کړې کوي.

محکمې د پاکستان د روغتیا له وزارت، د طبي او ستوماتولوژي شورا او اړوندو پوهنتونونو له مسوولينو هم غوښتي چې د سپټمبر تر ۱۸مې پورې په دې اړه خپل ځوابونه وړاندې کړي.

د افغان محصلانو وکیل د محکمې په غونډه کې ویلي چې دغو محصلانو ته د خپل نظر وړاندې کولو له فرصت ورکولو پرته د زده‌کړو، ژوند او انساني کرامت له حقونو محرومیت ورکړل شوی او د طبي او ستومتولوژي شورا له خپلو قانوني واکونو څخه تېره شوې ده.

په مقابل کې، د دې شورا وکیل ویلي چې موضوع له ملي امنیت سره تړاو لري؛ خو قاضي دغه استدلال نه دی منلی او د جولای په ۳۱مه او سپټمبر په لومړۍ نېټه صادر شوي حکمونه یې ځنډولي دي. محکمې حکم کړی چې افغان محصلان دې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، په ازموینو کې ګډون وکړي او بېرته دې خپلو لیلیو ته ستانه شي.

په دغو ۱۳ محصلانو کې اووه نجونې او شپږ هلکان شامل دي. هغوی ویلي چې د پاکستان د طبي او ستوماتولوژي شورا د حکم له مخې، له خپلو زده‌کړه‌يیزو مرکزونو او لیلیو ایستل شوي وو.