کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشرتابه د کاپیسا او پروان ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، علما دې د خلکو په ښه ذهنیت جوړولو او د دیني پوهاوي برخه کې ډېر کوښښ وکړي، پر صادر شوو فرامینو دې خلک پوه کړي او په خپلو ولایتونو کې دې د خلکو شرعي ستونزو په هواري کې هڅه وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې شیخ مولوي هبتالله اخندازده تېره ورځ د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په شتون کې د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسوولینو سره وکتل.
د اسلامي امارت مشر ویلي چې اوس د علماوو لپاره ښه فرصت دی چې د خلکو په ښه ذهنیت جوړولو او د دیني پوهاوي برخه کې ډېر کوښښ وکړي؛ علماء کرام مکلف دي چې د اړوندو ولایتونو د خلکو د شرعي ستونزو په هواري کې هڅې وکړي.
ده زیاته کړې: «کوښښ وکړئ خپلمنځي اتحاد او اتفاق نور هم محکم کړئ، د علماوو اتفاق د امت د اتحاد او اتفاق سبب ګرځي، کوښښ وکړئ فقهي مجالس جوړ شي، په فقهي مجلسونو کې د حق اظهار کیږي، د فقهي مسایلو په ښه توګه تحقیق کېږي او د علماوو ترمنځ اتفاق او محبت پکي پیدا کېږي.»
د نوموړي په خبره، د تاریخ په اوږدو کې علماء کرامو د الله جل جلاله د دین او شریعت د حفاظت په لاره کې په استدلال او توره دواړو باندې قربانۍ ورکړې، د دین د نشر او د اشاعت په لاره کې یې کتابونه، رسالې، شرحي او تفسیرونه تحریر او تصنیف کړي او د علم نشر یې کړی دی.
هغه زیاته کړې چې د الله جل جلاله د شریعت عملي کول او په عملي ډول یې په احسنه طریقه خلکو ته بیانول د علماوو مسوولیت دی او خلکو ته د شریعت په رڼا کې لارښوونې کول، همدارنګه د علماء کرامو وظیفه ده چې د اسلامي امارت صادر شوي فرمانونه، خلکو ته بیان کړي، فرمانونه او قوانین دې خلکو ته ورسوي او پر فرامینو دي خلک پوه کړي، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړي.
د اسلامي امارت مشر دغهراز ویلي: «تاسو کوښښ وکړئ د اطلاعات او کلتور وزارت اړوند د جهادي اثارو د ساتنې له ریاست سره پوره همکاري وکړئ او د مجاهدینو د جهادي اثارو ساتنه وکړئ او معلومات یې ورسره شریک کړئ، د شهیدانو پر مقبرو او مشهدونو لوحې جوړې کړئ، څو یې یاد او تاریخ تازه وي، کتابونه او رسالې پرې ترتیب کړئ څو د جهادي دور له تاریخ سره کومک شوی وي او هم د شهیدانو له قربانیو سره وفا شوې وي، د شهیدانو تاریخ او د شهادت ځایونو په ثبت کې خاصه توجه وکړئ څو راتلونکي نسلونه د مجاهدینو د قربانیو تاریخ وپېژني.»
هغه دغهراز له علماوو غوښتي چې د جهاد فضیلت او د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو د قربانیو حیثیت خلکو ته بیان کړي څو خلک خپل تاریخ هیر نه کړي.