Language

د اسیا زړه هېوادونو غونډه په الماتا کې جوړيږي

کابل ( پژواک، ٤ ورى ٩٢) : د ” استانبول پروسې ” په چوکاټ کې د اسیا زړه هېوادونو غونډه د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۲۶ مه د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کې جوړيږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې يادې غونډې ته د تياريو په موخه به سبا د دې پروسې لوړپوړي کارکوونکي په کابل کې ناسته وکړي  .

د موسى زي په وينا، په دغه غونډه کې به د افغانستان د شپږو ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ د سيمې د ۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د يو شمېر سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

ده وويل، چې د الماتا په غونډه کې به  د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو پر لارو چارو او د سيمه ييزو ستونزو د حل په موخه خبرې وشي.

هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې به  د ترهګرۍ، طبيعي پېښو او له نشه يي توکو سره د مبارزې، د سيمې د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او سيه ييزو اړيکو پر پراختيا خبرې وشي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې ياد کنفرانس د “استانبول پروسې” او پرېکړو تعقيب دى.

د استانبول په کنفرانس کې ، چې د ۲۰۱۱ کال په نوامبر کې جوړ شو، د افغانستان او سيمې د امنيت د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وشوې او وپتېيل شوه ، چې د همدې موخې لپاره په راتلونکي کې هم د يوې پروسې په توګه د دې ناستې پرېکړې تعقيب او ورته ناستې جوړې شي.

Related Topics