Language

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو کارکوونکى ټپي شو

هرات ښار (پژواک، ٢ غويى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو مدير په وسله وال بريد کې ټپي شوى دى.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو پر مدير محمداصغر يعقوبي، نن له غرمې وروسته په څلورنيمو بجو د ښار کج نومي واټ کې بريد شوى دى.

ده زياته کړه، نوموړي په ټټر يوه مرمۍ خوړلۍ چې اوسمهال په روغتون کې بستر او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د هرات د امنيه قوماندانۍ يوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل، چې د دې پېښې څېړنه د پوليس له لوري پيل شوې ده.

٢٥کلن محمداصغر يعقوبي له ۵ کلونو راهيسې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ په اداره کې کار کوي، چې له دې سره هممهال د مژده سيمه ييزې راډيو د تفريحي او ټولنيزو پروګرامونو چلوونکى هم دى.

په هرات کې د خبريالانو د ملاتړ د ټولنې رييس خليل احمد اميري، چې په روغتون کې يې له يعقوبي سره کتلي و، د هغه روغتيايي حالت ډاډ من وباله.

ده زياته کړه، يعقوبي د دوو موټر سايکلو سپر له لوري په تومانچه ويشتل شوى او حکومت يې بايد د موضوع تر روښانولو وروسته عاملين ونيسي.

نوموړي په هرات کې وروستۍ مياشت د خبريالانو لپاره له تاوتريخوالي ډکه وبلله.

تېره اونۍ د اسيا په نوم د يوه سيمه ييز تلويزون مدير د ناڅرګندو کسانو او د تابان په نوم د يوه بل سيمه ييز تلويزون کمره مين د پوليسو له لوري وهل ډبول شوي وو.

Related Topics