ژبه

د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق  له چاودنې روغ ووت

کندهار ښار ( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له يوې چاودنې روغ ووت .

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې امنيه قوماندان جنرال رازق خان نن سهار ميوند ولسوالۍ ته د ترافيکي پېښې د څېړلو لپاره سيمې ته تللى وو.

هغه زياته کړه، کله چې هغه بېرته د کندهار ښار پر لوري را روان و، نو په لاره کې پرې د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه، خو هغه ترې روغ ووت .

د فيصل په وينا، په دې چاودنه کې د جنرال رازق د موټرو کاروان   او ساتونکو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.

نن سهار وخته د کندهار او هلمندپر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ٣٠٣ موټر او ټېلر ترمنځ د ټکر له امله ٤٥ تنه مړه او ١٠ نور ژوبل شوي دي.

د يادونې  ده ، چې تر دې مخکې هم پر رازق خان چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي، خو هغه ترې روغ وتلى دى.