ژبه

د حج وزارت مرستیال د سعودي عربستان له سفیر سره د همکاریو پر پراختیا غږېدلی

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د حج او عمرې ویزو پر زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د متقابلو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مسلکي معین حافظ مولوي محمدحامد حسیب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر دکتور فیصل طلق البقیمي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د حج او عمرې ویزو پر زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د متقابلو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.

د یاد وزارت مرستیال ویلي: «مونږ باور لرو چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې یوازې سیاسي نه دي، بلکې د تاریخ په اوږدو کې تل موجودې او فعالې پاتې شوې دي. دغه اړیکې ژورې دیني، کلتوري او تاریخي ریښې لري او د اسلامي ورورولۍ پر اساس ولاړې دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو یوه هم د حج فریضې مهمه دیني پروسه ده.

به کابل کې د سعودي سفیر دکتور فیصل طلق البقیمي هم په خپلو خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې افغان ولس ته د خپلو دیني او اسلامي وروڼو په سترګه ګوري او د تاریخ په اوږدو کې یې تل له افغانانو سره خپل ملاتړ او همکاري جاري ساتلې ده.

یاد وزارت لیکلي، نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د علماء کرامو ترمنځ د ارشاد، دعوت او نورو دیني موضوعاتو برخه کې د تجربو د تبادلې او همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي چې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر لا ټینګښت او په ځانګړې توګه د حج او عمرې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.