د شينډنډ دغو اسېدونکو د سهار له نهو بجو ددې ولسوالۍ عزيز آباد ښارګوټي ته څېرمه لاريون پيل کړى چې لا هم (د ماسپښين٤:٣٠) دوام لري.
دوى د انجيل د امنيه قومندان چې په اصل کې د شنډنډ اوسېدونکى دى، د خلاصون غوښتنه کوي.
د هرات ولايت دچارواکو په وينا امنيه قوماندان دوه اونۍ وړاندې د علي سينا نوروزي په نامه د يوه هلک په تښتولو کې د لاس لرلو په تور دا مهال په توقيف کې دى.
اته کلن نوروزي چې د سوداګر نصيراحمد نوروزي زوى وو، تېر کال په هرات کې وتښتول هلک تېرکال په هرات کې تر تښتولو وروسته ووژل شو چه دا مهال يې په تور د دوو ښځو په ګډون اته کسان نيول شوي دي.
په نيول شويو کې په دوو تنو د هرات مرافعه محکمې د اعدام حکم کړى او ۶ نورو ته يې له ۶ تر ۲۰ کاله د بند سزا اورولې ده.
د هرات امنيه قومندان مل پاسوال رحمت الله ساپي دوه اونۍ وړاندې له پژواک سره په خبرو کې د علي سينا په تښتولو او وژلو کې د لاس لرلو په شک د انجيل امنيه قومندان او دوو نورو پوليسود نيول کېدو خبره تاييد کړې وه.
د انجيل امنيه قوماندان دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي، خو رحمت الله ساپي ويلي چې د بې ګناهۍ په صورت کې به خوشې شي.
لاريون کوونکو هم نن د نوموړي د ژر ترژره د خوشې کېدو غوښتنه کوله.
د عصمت الله په نوم يوه لاريونکي وويل چې دولت څخه د نوموړي د بېرته خوشې کولو غوښتنه وکړه.
ده زياته کړه:” مونږ د انسان تښتونکو پلوی نکوو بلکې لاريون مو په ډې کړی چه کسان مو بې ګنا نيول شوی او د موضوع ترشاه قومی او سياسی لاسونه کار کوی. نوغواړو چه دوسيه باندې له سره غور وشی او بې کناه کسان ازاد کړی شی.”
د هرات دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدال حيمد حميدي وايي چې د شنډنډ ته يو پلاوى لېږل شوى او د لاريون کوونکو غوښتنې به تر عدلي او قضايي ارګاونو ورسوي.