کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٢): راتلونکې چهارشنبې به د پاکستان د بريدونو په غبرګون کې “د افغانستان له مقدسې خاورې د دفاع کاروان” له کابل څخه ننګرهار ته وخوځېږي.
د دغه کاروان کسان د افغانستان د مدني ټولنو فدراسيون له خوا رابلل کېږي.
د دغه فدراسيون مشر صديق منصور انصاري نن په کابل کې يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه کسان به د کابل په عيدګاه جومات کې د سهار له ٩ تر يوې بجې راټول شي او وروسته به د ننګرهار پر لور وخوځېږي.
انصاري وايي، چې د دغه کار موخه يې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې د خلکو وېښول دي، تر څو پر يوه غږ د خپلې خاورې دفاع ته پاڅېږي.
تېره اونۍ د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته جګړه وشوه، چې په ترڅ کې يې افغان ځواکونو د پاکستان له لوري د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ “ګوشته ” کې جوړه شوې دروازه ويجاړه کړه.
دغه دروازه تېره مياشت پاکستاني ځواکونو درولې وه او افغان لوري يې له ديپلوماتيکو لارو د لرې کولو هڅه وکړه، خو پاکستان دغه کار ونه کړ.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، په دې جګړه کې يو افغان او اوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او د څلورو افغان سرتېرو په ګډون ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي.
په نننۍ ناسته کې چې د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسيون له خوا رابلل شوې وه، د سياسي چارو يو شمېر شنونکو او د ولسي جرګې غړو ګډون کړى و.
د غونډې ګډونوالو په ګوشته کې له پاکستاني پوځيانو سره په جګړه کې د وژل شوي افغان سرتېري محمدقاسم او نورو افغان ځواکونو مېړانه وستايله.
د فدراسيون مشر وويل، چې نننۍ ناسته د پاکستان د بريدونو پر وړاندې د افغانانو د نفرتونو د لړۍ پيل دى.
د غونډې ګډونوال عبدالله هېواد، پر افغان دولت نيوکه وکړه چې يواځې يې پر دې خبرې کفايت کړى چې د ډيورند کرښه په رسميت نه پېژني.
د ډيورند تحميلي کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د افغانستان پر زړه راکش شوه او برېتانويانو د هغه وخت د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.
په ١٩٤٧ ميلادي کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.
ولسمشر حامد کرزي هم تېره ورځ په ټينګار سره وويل، چې افغان ولس له پيله د ډيورنډ کرښه نه ده منلې او افغان دولت يې ان په اړه خبرې هم نه غواړي.
هېواد وايي، دا چې تر دې مهاله افغان دولت په ډيورنډ کرښه کې د پاکستان د تخلفاتو او تېريو پر وړاندې کوم کلک غبرګون نه دى ښودلى، نو خلکو ته په کار ده چې سره يو شي او د پاکستان د تېريو پر وړاندې په ګډه ودرېږي.
پاکستان له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه کوي، چې له امله يې يو شمېر کسان وژل شوي او ځينې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
هېواد وايي، چې د ډيورنډ د کرښې په اړه يې څېړنه کړې او ورته څرګنده شوې چې د دې کرښې په اړه داسې هېڅ سند نشته چې خيبر پښتونخوا دې له افغانستان څخه بېل کړي.
د غونډې بل ګډونوال يوسف امين ځاځي هم له خلکو وغوښتل، چې هر ډول کورني مخالفتونه پرېږدي او د خپلې خاورې او هويت د دفاع لپاره قربانۍ ته چمتو شي.
امين وايي، چې افغانان دې د نړۍ له هېڅ هېواد څخه د مرستې تمه ونه لري او د خپل هېواد د ساتنې لپاره دې خپله پورته شي.
دى وايي، چې نړيوالو زبرځواکونو هم د ايران او پاکستان په څېر د افغانانو د بربادۍ په هڅو کې کمى نه دى کړى.
د چارو شنونکى محمداصف وردګ بيا وايي، چې د هېواد د دفاع لپاره د شعار پر ځاى بايد عملي اقدام وشي.
وردګ هم وايي، هېڅ داسې نړيوال قانون نشته چې ډيورنډ ته حقوقي اړخ ورکړي.
وردګ وويل، چې په خپله يې له ګوشتې ليدنه کړې او ورته څرګنده ده چې پاکستاني ځواکونه له ډيورنډ کرښې ٤٨ کيلومتره نور هم د افغانستان خاورې ته را وړاندې شوي دي.
هغه وايي، چې له پنجاب څخه د دوستۍ تمه بې ځايه ده او له پاکستان سره بايد جهاد اعلان شي.