Language

کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د افغانستان حکومت فراه ته څېرمه د ايران په سرحدي سيمه کې د ايراني پوځيانو له خوا د افغانانو د وژلو پېښه جدي تعقيبوي او نن دغه هېواد ته پلاوى استوي.

دا څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

 وړمه ورځ شاوخوا ٣٥٠ افغانان د قانوني اسنادو له لرلو پرته د مزدورۍ لپاره ايران ته روان، وو چې له فراه ولايت سره پر پوله د دغه هېواد په سرحدي سيمه کې تر وسله وال بريد لاندې راغلل.

ځينې افغان چارواکي وايي، چې له يادو کسانو څخه لس ټپيان د فراه روغتون ته وروړل شوي، يو شمېر کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي او شاوخوا ١٥٠ تنه نور تر اوسه ورک دي.

په مشرانو جرګه کې د فراه استازي ګل احمد عظيمي ويلي، چې په دغه بريد کې لس تنه وژل شوي او له يادو لسو ټپيانو پرته يو شمېر ټپيان په ايران کې هم پاتې دي.

 جانان موسى زي وويل، چې د ياد بريد د مرګ ژوبلې کره شمېره تر دې دمه نه ده څرګنده، خو د بهرنيو چارو وزارت له ځايي چارواکو او د ايران له دولت څخه د مرګ ژوبلې معلومات غوښتي دي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان حکومت دغه موضوع په جدي ډول څېړي او ټاکل شوې، چې نن د فراه د والي محمداکرم خپلواک په مشرۍ يو پلاوى د همدې موضوع د څېړلو په موخه د ايران خراسان ايالت ته سفر وکړي.

د موسى زي په خبره، که څه هم دغه سفر پخوا پلان شوى و، خو په ترڅ کې به يې پر وروستۍ سرحدي پېښې هم له ايراني چارواکو سره خبرې وشي.

ده وويل، چې د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول تېره ورځ په کابل کې د ايران له سفير ابولفضل ظهره وند سره په دې اړه خبرې کړي او د دې قضيې په اړه يې ورته د افغان دولت جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

موسى زى وايي، زلمي رسول ايراني سفير ته ويلي، چې ايراني پوځيان بايد له يادو ملکي افغانانو سره پوځي چلند نه واى کړى.

موسي زي له ټولو افغانانو وغوښتل، چې په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره، بايد ايران ته قانوني تګ راتګ وکړي.

موسى زي زياته کړه: “له خپلو هېوادوالو غواړو چې کله ايران ته د تګ نيت کوي، لږ دې ډېر زحمت وګالي، د سفر قانوني اسناد دې برابر کړي، پاسپورت او وېزه دې واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ له شته قانوني سرحدي لارو دې تګ راتګ وکړي.”

د ايران سفارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه سفارت د داسې يوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې د خواشينۍ څرګندونه کوي او د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له خوا د پولو پر کنټرول تاکيد کوي، تر څو په ناقانونه توګه د خلکو د تګ په مخنيوي سره د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.

سرچينه زياتوي، چې په سرحدي سيمو کې د قاچاق وړونکو او ناقانونه تګ راتګ کوونکو تر منځ په شپه کې توپير ګران دى.

د ايران سفارت د افغانستان له حکومت څخه غوښتي، چې په سرحدي سيمو د ناقانونه تګ راتګ مخنيوى وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ايران دولت چمتو دى، چې په قانوني ډول په دغه هېواد کې افغانانو ته د کار لارې چارې او د بېکارۍ ستونزې د کمولو موضو ع وڅېړي او په اړه يې خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې د قاضي القضات په مشرۍ يو پلاوى چې په هغه کې د عدليې، لويې څارنوالۍ او بهرنيو چارو وزارت غړي ګډون لري، په قضايي برخه کې د ايران او افغانستان ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په موخه راتلونکې اونۍ تهران ته سفر وکړي.

موسى زى وايي، چې دغه پلاوى به په ايران کې د افغان زندانيانو پر سر هم د ايران له عدلي او قضايي چارواکو سره خبرې وکړي.

موسي زي په نننۍ خبري ناسته کې په  ترکيه کې  د موټر بم چاودنې چې له امله يې ٤٦ کسان ووژل او ٥٠ نور ټپيان شول، په کلکه وغندلې.

دغه چاودنې تېره ورځ  د  ريحيانلي ښار کې چې ترکيې ته د سوري کډوالو د راننوتلو لاره ده، رامنځته شوې.

جانان موسى زي  وويل، چې  افغانان د ترکيې له خلکو سره په دې غميزه کې شريک دي .

هغه زياته کړه ،  چې ترکيه په تېرو لسيزو کې د افغانستان تاريخي او کلک متحد پاتى شوى دى.

Related Topics