کندهار ښار(پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د کندهار ولايت د اوبو لګولو رييس وايي، چې د دهلې بند د رغونې د چارو د پيل په موخه اړوند تخنيکي کارونه، سروې ګانې او له ماينونو څخه د اړوندو ساحو پاکول پاى ته رسېدلي او څو مياشتې وروسته به پرې عملي کار پيل شي.
د دهلې بند د بيارغونې په پروژه کې د بند د دېوالونو لوړول، له بند سره په خوا کې د شپږو نورو مرستندويه بندونو جوړول، د بند د دخولي او خارجي دروازو جوړول او نور شامل دي.
د کندهار ولايت د اوبو لګولو رييس انجنير شېرمحمد عطايي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې له تېرې څه مودې راهيسې د دهلې بند د بيارغونې د کارونو د پيل کولو په موخه سروې ګانې او نورې تخينکي چارې پيل شوې وې، چې اوس پاى ته رسېدلې دي.
هغه زياته کړه، د دغه بند د رغونې چارې يوې امريکايي-ترکي کمپنۍ ته سپارل شوې، د دې کمپنۍ تخنيکي ټيمونه کندهار ته را رسېدلي او د يوې مياشتې په اوږدو کې به په دهلې بند کې ځاى پر ځاى شي.
د انجنير عطايي په وينا، په دهلې بند کې د قراردادي کمپنۍ د پرسونل لپاره د اوسېدو د ځايونو د چمتو کولو او د هغوى د امنيت د ساتلو په موخه د امنيتي کمربند جوړولو چارې هم دوام لري.
دى وايي، که کومه ستونزه پېښه نه شي، نو د دهلې بند د بيارغونې کار به پنځه مياشتې وروسته پيل شي او د رغونې چارې به يې څلور کاله وخت ونيسي.
عطايي وويل، ټاکل شوې د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي، له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندوى بندونه جوړ شي، د بند ټولې دخولي او خروجي دروازې جوړې شي، ټول والونه نوې شي او دغه راز د چارو د ښه ترسره کېدا لپاره د برېښنا د توليد ظرفيت يو مېګاواټ ته لوړ شي.
د ده په وينا، د دهلې بند پر دې څلور کلنه پروژه ٢٥٤ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي، چې ٥٠ ميليونه يې د هېواد ماليې وزارت او پاتې يې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا ورکول کېږي.
انجنير عطايي يادونه وکړه، چې مخکې دغه پروژه د ١٥٠ ميليونه ډالرو په لګښت پلان شوې وه، چې د بند دېوالونه به تر ٥ مترو لوړېدل، خو وروسته حکومت غوښتنه وکړه، چې د بند دېوالونه دې تر ٨ مترو لوړ شي، چې په دغه حساب يې لګښت زيات شو.
هغه وويل، چې په دې توګه به د دهلې بند د اوبو د زېرمه کولو وړتيا د اوس په پرتله څو برابره زياته شي، د کندهار د اوو ولسواليو کرنيزې ځمکې او باغونه به خړوب شي او د دغه ولايت ټول نفوس يعنې دوه ميليونه وګړو ته به يې ګټه رسېږي.
ده دا هم وويل، چې د څلو کلونو لپاره به د کندهار زرګونو اوسېدونکو ته د کار زمينه هم برابره شي.
دى وايي، د دهلې بند د رغولو پر مهال به کرنيزو ځمکو او باغونو ته د اوبو په رسېدو کې کومه ستونزه نه پېښېږي او د معمول په څېر به ورته اوبه رسېږي.
خو هغه وويل، چې د دهلې بند د رغونې له امله به د شاوليکوټ ولسوالۍ د نږدې ٥ زره کسانو ځمکې، کورونه او باغونه تر اوبو لاندې شي، چې په دې اړه له هغوى سره خبرې روانې دي.
ده وويل، په نږدې راتلونکي کې به د شاوليکوټ ولسوالۍ هغه اوسېدونکي، چې بند ته څېرمه ځمکې، کورونه او باغونه لري، له ولسمشر سره وويني، دولتي اداره به يا د هغوى ملکيتونه استملاک کړي او يا به ورته په نورو ساحو کې ځمکې ورکړي.
بلخوا په خپله د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې د دهلې بند د رغونې په خاطر چمتو دي، چې خپلې ځمکې، کورونه او باغونه د پيسو په بدل کې دولتي ادارې ته ورکړي.
دهلي بند ته څېرمه د يوه کلي اوسېدونکي قومي مشر حاجي نظر محمد پژواک اژانس ته وويل، چې نږدې يوه مياشت مخکې د بېلابېلو کليو اوسېدونکو د کندهار ولايت په مقام کې له والي او نورو چارواکو سره ليدلي دي.
هغه زياته کړه، دهلې بند ته څېرمه د ټولو کليو اوسېدونکي په دې سلا شوي، چې خپلې ځمکې، کورون او باغونه د بند د جوړولو په موخه دولت ته په واک کې ورکړي، خو دولت به دغو خلکو ته يا پيسې ورکوي او يا به ورت په بل ځاى کې ځمکې ورکوي.
د دهلې بند د کندهار ښار شمال شرق لور ته د ٤٠ کيلومترو په واټن په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند جوړ شوى، چې د تېرو دېرشو کلونو جنګ جګړو او د نه پاملرنې له امله يې تخنيکي او ساختماني برخې ويجاړې شوې دي.
دا مهال دهلې بند له ٤٠ سلنه رسوباتو څخه ډک شوى، مخکې په دغه بند کې ٤٨٤ ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېدې، خو په دې وروستيو کې د څه کم ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمې کولو وړتيا لري.
دغه بند د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.
د کندهار د اوبو د تنظيم رييس وايي، تر دې وړاندې د کاناډا هېواد په ٥٠ ميليونه ډالره لګښت د ياد شوي بند او ارغنداب د اوبو رسولو د تنظيم چارې ترسره شوې، چې په ٢٠٠٩ کې پيل او تر ٢٠١١ کاله يې دوام وکړ.
په دې پروژه کې د دهلې بند د تخنيکي او ساختماني برخو جوړول، د بند او کانالونو د خروجي او دخولي دروازو جوړول، د بند د اړوندو ودانيو، باغ او سړکونو رغول او د کانالونو او ويالو پاکول او کيندل شامل وو.
چارواکي وايي، د دهلې بند د نوې پروژې په بشپړېدو سره به د بند د اوبو د زېرمه کولو وړتيا لوړه شي او د لومړيو کلونو په څېر به د کال ١٢ مياشتې د ټولو ولسواليو ځمکو او باغونو ته اوبه رسېږي.