محمودراقي (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): ځايي چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې پر امريکايي ځواکونو په ځانمرګي بريد کې يو ماشوم وژل شوى او د يوه ښوونځي مدير او دوه امريکايان ټپيان شوي دي.
دغه ځانمرګى بريد تېر ماښام شاوخوا ٧ بجې د يو سراچه موټر په وسيله د امريکايي ځانګړو ځواکونو پر کاروان د نجراب د افغانيه درې په مياخېل سيمه کې يوه ښوونځي ته څېرمه رامنځته شوى دى.
د نجراب ولسوال عبدالودود حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد امريکايي ځواکونه په سيمه کې د يوه خښ ماين له شنډولو وروسته د راګرځېدو په حال کې وو، چې دغه بريد پرې وشو.
د هغه د معلوماتو له مخې، په بريد کې د دوو امريکايانو د ټپي کېدو تر څنګ، د افغانيه درې د قاضي خېلو ښوونځي مدير جان اقا هم ټپي شوى دى.
ده وويل، چې په بريد کې د سيمې يو اوسېدونکى چې ١٤ کلن ماشوم و، وژل شوى دى.
د کاپيسا د ولايتي شورا مشر حسين سنجني وايي، چې دغه ماشوم او د ښوونځي مدير دواړه په بريد کې تر ټپي کېدو وروسته د پنجشېر اېمرجنسي روغتون ته ولېږدول شول، خو ماشوم په روغتون کې ساه ورکړه.
دى وايي، چې جان اقا په همدغه روغتون کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى .
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه بريد د دوى د يو ملګري او د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي احسان الله د سراچه موټر په وسيله ترسره کړى دى.
مجاهد ادعا کوي، چې په بريد کې ١٤ امريکايان وژل شوي، يو شمېر ټپيان دي او دوه ټانکونه يې هم ويجاړ شوي دي.
خو په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې په نجراب کې د دوى پر ځواکونو داسې کوم بريد نه دى شوى.