Language

د هېواد په لوېديځ کې  ٥٠ کلي له طالبانو پاک شوي

هرات (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هېواد په څلورو لوېديځو ولايتونو کې د عقاب د عملياتو په تر څ کې ٥٠ کلي له وسله والو پاک شوي دي.

د عقاب عمليات يوه اونۍ مخکې افغان ځواکونو په هرات، فراه، بادغيس او غور کې پيل کړل.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عمليات د بهرنيو ځواکونو له مرستې پرته د افغان ځواکونو له لوري پر مخ وړل کېږي.

د نجيبي په وينا، تر دې مهاله له کوم مقاومت سره نه دي مخ شوي، خو د تصفيې او تلاشۍ پر مهال يې زيات  شمېر وسلې او مهمات نيولي او شاوخوا شل ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.

هغه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې يې هغه ناقانونه وسله وال هم بې وسلې کړي، چې په لويو لارو کې به يې له مسافرو پيسې اخيستې او پاټکونه يې جوړ کړي وو.

د هرات د چشت اوسېدونکى او قومي مشر نور علي چشتي د عقاب عمليات ګټور بولي او زياتوي، امنيت ښه شوى او په لويو لارو کې هغه ناقانونه پاټکونه له منځه وړل شوي، چې له خلکو او موټر چلوونکو به يې پيسې اخيستې.

هغه له دولته غوښتنه کوي، چې په نا امنو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې کړي تر څو سيمه له ناقانونه وسله والو بېغمه شي.

د بادغيس د بالامرغاب اوسېدونکى شاه محمد هم وايي، چې د عملياتو په پايله کې راتلونکى امنيت لنډمهاله وي، نو اړتيا ده چې په سيمه کې پوستې جوړې شي.

د عقاب عمليات په دې موخه پيل شوي، چې د لويو لارو امنيت ټينګ شي، دولتي حاکميت پراختيا وکړي او راتلونکى کال د ټاکنو لپاره د کارتونو وېشلو ته خوندي شرايط برابر شي.

Related Topics