کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي په بغلان کې نننى ځانمرګى بريد، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا د مشر په ګډون ١٣ تنه په کې وژل شوي او لس نور ټپيان دي، په کلکه غندلى دى.
دغه بريد نن له غرمې مخکې په ١٠ بجې او لسو دقيقو د بغلان د ولايتي شورا د دفتر مخې ته وشو.
د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره د رالېږدل شوې خبرپاڼې له مخې، ولسمشر کرزي دغه بريد د ټولو اسلامي او بشري اصولو پر خلاف بللى او ويلي يې دي، چې ترسره کوونکي يې د افغانستان د خلکو دښمنان او د پرديو نوکران دي.
سرچينه زياتوي: “جمهور رييس د ملکي او بې دفاع خلکو وژل غير اسلامي او غير انساني عمل بولي خو ډاډ څرګندوي چې افغان ملت به د داسې کړنو پر وړاندې هېڅکله د ستړيا او تسليمۍ سر ټيټ نه کړي.”
د حامد کرزي په وينا، د هېواد دښمنان دې په دې پوه شي چې افغانان به هېڅکله هم په دا ډول ناوړه عملونو سره د خپل هېواد له ابادۍ، پرمختګ او دفاع څخه لاس په سر نه شي، بلکې د خپلو دښمنانو پر وړاندې به لا سره يوموټي شي.
ولسمشر په دغه بريد کې د وژل شوو کسانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپيانو ته يې له خدايه عاجله روغتيا غوښتې ده.