محمودراقي(پژواک ٣٠ غويى ٩٢): ځايي چارواکي وايي، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي .
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو يو قوماندان مولوي وحدت هم شامل دى.
د هغه په وينا، دغه ډله هغه مهال د تګاب په بدراب سيمه کې تر برېد لاندې راغله ، چې مولوي وحدت ورته پوځي زده کړې ورکولې .
دى وايي، چې دغه ډله او د پوځي زده کړو ځاى يې افغان امنيتي ځواکونو کشف کړ او وروسته د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پرې بريد وکړ.
هغه وويل، چې تر بريد لاندې راغلو طالبانو د پوليسو جامې پر تن وې.
د ده په وينا، له وژل شويو طالبانو څخه د دوو تنو مړي د تګاب د صالح کلي ته لېږدول شوي او نور يې تر اوسه د بريد په سيمه کې دي .
هغه وايي، نه پوهيږي ، چې ټپي شوي طالبان چېرته لېږدول شوي دي .
د سيمې يو اوسېدونکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، د ټېلېفون په وسيله پژواک ته وويل،چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې تر سره شو.
هغه وويل، چې د بريد له امله د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري، خو اورېدلي يې دي ، چې ٨ وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي .
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.