پاراخ (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٢): د پنجشېر امنيتې چارواکي وايي، چې څلور تنه يې د دغه ولايت پر ودانۍ د ډله ييز بريد په تړاو نيولي دي.
وسله والو ځانمرګو بريد ګرو د غبرګولي په ٨مه د پنجشېر ولايت پر ودانۍ بريد وکړ، چې له يوې لنډې نښتې وروسته له منځته يووړل شول.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې اوه بريدګر او يو پوليس ووژل شول.
د پنجشېر امنيه قوماندان پاسوال محمدقسيم پيمان نن (د غبرګولي ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د ملي امنيت منسوبينو څلور تنه د دغه بريد په تړاو نيولي دي.
پيمان وويل، چې ياد کسان د ملي امنيت له خوا د هغو اسنادو له مخې نيول شوي، چې د پېښې پر مهال له چاودونکو توکو له ډک سراچه موټر څخه ترلاسه شوي وو.
نوموړي ياد کسان د پنجشېر ولايت اوسېدونکي وبلل، خو هويت يې په ډاګه نه کړ.
هغه زياته کړه، چې له دغه کسانو پوښتنې روانې دي.
د پنجشېر د ولايتي شورا رييس محمدکريم عباس د يادو کسانو د نيولو د پخلي ترڅنګ وويل، چې د يادو بريدګرو اصلي تنظيموونکى په تېښه بريالى شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد له دې پېښې څو دقيقې وروسته ويلي وو، چې د دوى د ځانمرګو بريدګرو ډله د ولايت د اتو ساتونکو له وژلو وروسته د ولايت ودانۍ ته ننوتلې ده.
نوموړي د زياتو معلوماتو له ورکولو پرته ادعا وکړه، چې په دغه بريد کې يې د ولايت دننه يو شمېر مهم کسان وژلي دي.