Language

د بادغيس سلګونه ناروغان د درملنې لپاره ترکمنستان ته استول کېږي

هرات (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د بادغيس ١٥٠٠ ناروغان د درمنلې لپاره ګاونډي هېواد ترکمنستان ته استول کېږي.

د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي د غبرګولي په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې په نهو مياشتو کې به ١٥٠٠ ناروغان د درملنې په موخه ترکمنستان ته ولېږدول شي.

د نوموړي په وينا، ترکمنستان د يو تړون له مخې د يادو ناروغانو وړيا درملنه کوي او په لومړي ځل تللي هغه ٥٠٠ ناروغان تېره ورځ بېرته هېواد ته راستانه شول، چې دغه هېواد ته د درملنې لپاره لېږل شوي وو.

مجيدي زياتوي، چې پاتې نور ناروغان به د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته واستول شي.

د ده په وينا، چې دغه ناروغان د ترکمنستان د سرحدي ولايت د مروه يوه روغتون کې درملنه کېږي او وروسته بېرته خپلو کورنيو ته راګرځي.

د ترکمنستان د مروې ولايت د روغتيا رييس ډاکټر باستيم اورازوف وايي، چې د انساني خواخوږۍ له مخې يې د افغان ناروغانو درملنه پيل کړې ده.

هغه زياتوي، چې له افغانانو به خپلې مرستې ونه سپموي او په راتلونکي کې به هم خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالخليل، چې په د ناروغانو په ډله کې ترکمنستان ته تللى و وايي، چې ترکمني ډاکټرانو يې ښه او اساسي درملنه وکړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((له تېرو څو کلونو مې د معدې ناروغي لرله ډېرو ډاکټرانو ته ورغلم خو روغ نه شوم.))

د مدني ټولنې يو فعال عبدالله درانى وايي، چې د افغانستان په پرتله په ترکمنستان کې د درملنې عصري او پرمختللې اسانتياوې شته.

نوموړى غوښتنه کوي، چې دغه پروګرام دې دوام وکړي او په راتلونکي کې دې نور ناروغان هم واستول شي.

Related Topics